د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې د اوړو، غوړيو، بورې او سرو زرو بيې لوړې شوې دي

کابل کې د اوړو، غوړيو، بورې او سرو زرو بيې لوړې شوې دي

Mar 24, 2016 - 18:42

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو، غوړيو، بورې او روسي سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تهيه مسکن سيمې د خوراکي توکو مارکېټ کې يوه عمده پلورونکي انجام الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله، د ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړو عمده پلور بيه له ١١٨٠ افغانۍ ١٢٥٠  افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره له ١٩٠٠ څخه ٢٠٠٠ افغانۍ او شپاړس لېتره مومن غوړي له ٩٧٠ افغانۍ ١٠٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وويل، چې د يادو توکو بيې د دغو توکو د کمو وارداتو له امله لوړې شوې دي.

خو نوموړي زياته کړه چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٢٥ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجو عمده پلور بيه ١٦٥٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په منډوي کې د فضل احمد په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يوه کيلو مدينه شين چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يو خوراکه پلورونکى احمد جاوېد وايي، چې نن د ٤٩ کيلوګرامه بورې پرچون پلور بيه ٢١٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه لومړۍ درجه قزاقستاني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، ١٦ ليتره مومن غوړي ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام تور چاى ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو شين مدينه چاى ٢٥٠ افغانۍ دى.

د سون توکي له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه ليتر پټرول تېلو بيه ٤١ افغانۍ او يوه ليتر ډېزل تېلو بيه ٣٤ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل په کلوله پشته کې يوه ګاز پلورونکي محمد شريف وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلوګرامه اوبلن ګاز بيه ٤٠ افغانۍ ده.

خو د روسي سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

خو د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ ده.

خو نوموړى وايي، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٨٥٠ افغانۍ ١٩٠٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، د روسي سرو زرو بيې د ډېرې تقاضا په پايله کې لوړې شوې دي.

د کابل په شهزاده سراى کې د صداقت پولي خدمتونو د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٨،٥٥ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٦٤٨ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٨،٣٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٤٣ افغانۍ و.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement