د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مجاب: کتاب لوستنه بايد انساني معيار شي

مجاب: کتاب لوستنه بايد انساني معيار شي

Apr 23, 2016 - 18:07

 کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٥): د کتاب او مطالعې کلتور د عامولو يو فعال وايي چې په افغانانو کې تر اوسه هم کتاب بې قدره دى او د مطالعې کلتور په تکتيکي ډول نه دى دود شوى.

د "ذهنيت جوړونې مرکز" بنسټ اېښودونکى او مشر ډاکټر منصور مجاب د کتاب نړيوالې ورځې (د اپرېل٢٣مه) په مناسبت له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې غواړي په ټول هېواد کې د مطالعې کمپاين پيل کړي.

د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان يونيسکو د اپرېل ٢٣مه، له ١٩٩٥ لمريز کال راهيسې د کتاب، کتاب خپرولو او مطالعې اړوند موضوعاتو په مناسبت د کتاب د ځانګړې نړيوالې ورځې په نوم نومولې ده.

ډاکتر منصور مجاب چې د کابل پوهنتون له طب پوهنځي فارغ شوى او د دې ترڅنګ يې په مديريت او ادبياتو کې هم لنډمهاله زده کړې کړې دي، وايي چې د خپلې ټولنې او ملګرو له مطالعې يې تشخيص کړې چې د افغانانو ډېرى ستونزې د کتاب او مطالعې له لارې هوارېږي.

مجاب وويل، که چېرته افغانان مطالعې او کتاب ته مخه نه کړي، نو لرې نه ده چې د نړيوالو فتنو او جګړو په لابراتواري توکو او وسايلو بدل شي چې تل به ترې نور ګټه اخلي.

نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې د مطالعې، د کتاب چاپ، رسولو، رنګارنګۍ او کتابتونونو منظم سيستم نه شته چې عامو خلکو ته يې د کتاب رسول ستونزمن کړي دي.

هغه زياته کړه: ((همدا لامل دى چې افغانان عملي موخې نه لري او خپلې موخې يې تر ډېره په ذهن او خيالونو کې نقش کړې وي، موږ به اقتصادي ستونزې ولرو، خو تر ټولو لويه ستونزه مو فرهنګي فقر دى.))

نوموړى، چې تر اوسه يې د ذهنيت جوړونې، مطالعې، کورنيو او ټولنې د سمون په موخه ٩ بېلابېل کتابونه ليکلي، وايي چې غواړي د ځينو کتابتونونو او فرهنګيانو په مرسته د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د مطالعې کلتور ته کمپاين وکړي.

هغه په دې اړه زياته کړه: ((په دې کمپاين کې به د زرګونو بينرونو او پوسټرونو ترڅنګ له موټرو او لاسي لوډسپيکرونو کار واخلي، تر بېلابېلو ولايتونو او لرې پرتو سيمو به دوام ولري.))

مجاب د کتاب نړيوالې ورځې په مناسبت وويل، دا ورځ د کتاب د چاپ، خپرېدو او مطالعې د ستونزو او څېړلو په موخه رامنځته شوې، خو په افغانستان کې په ننداره ييز ډول نمانځل کيږي او اړوندې ادارې يې په اړه بنسټيز کار نه کوي.

مجاب وايي، افغانان په هره برخه کې ښه ظرفيت لري، خو له دې ظرفيتونو له وخت سره سمه ګټه نه ده اخيستل شوې او د ده د مطالعې له مخې، افغانان د نړۍ د نورو خلکو په پرتله د مطالعې تر ټولو ټيټه کچه لري.

د نوموړي په وينا، په نورو هېوادونو کې خلک له اوبو، برېښنا، خوړو او وخت نه د کتاب پېرلو او مطالعې لپاره سپما کوي چې له امله يې د ټولنې په مثبتو او فعالو وګړو بدل شوي دي.

سرچينې زياته کړه: ((له دې وروسته بايد زموږ په هېواد کې مطالعه پر يوه انساني معيار بدله شي او د يوه شخص په پېژندلو کې د هغه د مطالعې کچه هم يو معيار او اصل وي.))

 مجاب وويل، په پام کې لري همدا روانه اونۍ په کابل کې د ذهنيت جوړونې او د مطالعې لپاره د ١٢ غورو کتابونو د معرفي يو ستر کنفرانس جوړ کړي، چې په ترڅ کې به يې هغه شپږ کسان د نمونې په توګه معرفي کړي چې د مطالعې له لارې ځان او ټولنې ته مثبت ثابت شوي دي.

د دې کنفرانس لپاره ټاکل شوي ١٢ کتابونه 

 سرچينې وويل، د همدې کنفرانس په ترڅ کې به يو زر مخيز سپين کتاب هم ګډونوالو ته پرانېزي چې هر څوک به د خپلې مطالعې پر بنسټ اخيستل شوى مطلب په کې ليکي او له ډکېدو وروسته به يې ملي موزيم ته د مطالعې د يادګار په ډول وسپاري.

 مجاب زياته کړه چې د ده د مطالعاتو او تجربو له مخې، مطالعه او له کتاب سره د مينې کلتور د افغانانو د رواني او ذهني ستونزو کچه را ټيټولى شي او د ذهني تاوتريخوالي د مخنيوي يوه غوره لار ده.

د نوموړي په خبره، د ځان او نړۍ په اړه د مطالعې نه شتوالي افغانان په عقدوي، بې مهال وېشه  او "کمزورو" وګړو بدل کړي او دولت هم د عامه کتابونونو پراخوالي او مشهورتيا ته پاملرنه نه ده کړې.

د سرچينې په خبره، په مطالعه کې بايد د کتاب له هر لوستونکي سره د څه مطالعه کوم؟ څنګه مطالعه کوم؟ او ولې مطالعه کوم؟ پوښتنې مطرح وي او د مطالعې په پاى کې ورته غوره ځوابونه پيدا کړي.

  د يادونې ده چې "د ذهنيت جوړولو مرکز" له ١٣٩٠ لمريز کال راهيسې فعاليت پيل کړى، چې د مشر په وينا يې تر اوسه يې سل داسې موارد تشخيص کړي چې د افغانانو ژوند ګواښي.

  د ياد شوي مرکز د چارواکو په وينا، دا ستونزې چې ډېرى يې رواني او ټولنيز اړخ لري، د مخنيوي لپاره يې په ښوونيزو مرکزونو، پوهنتونونو او ښوونځيو کې د تخنيکي او عملي لارو چارو په مرسته پروګرامونه او پرزنټشنونه وړاندې کړي چې ښې پايلې يې درلودې.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement