د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جوزجان کې د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت څلور کارکوونکي تښتول شوي

جوزجان کې د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت څلور کارکوونکي تښتول شوي

Jul 18, 2016 - 15:46

شبرغان (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): د دولت وسله والو مخالفينو په جوزجان کې د قوش تپې-شبرغان لارې په اوږدو کې د (اېم ټي اېن) خصوصي مخابراتي شرکت څلور کارکوونکي تښتولي دي.

د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد څلور کسان نن ٩ بجې د قوش تپې ولسوالۍ له چقمه چقور کلي څخه د جرقدوق کلي ته پر لاره وو چې وسله والو مخالفينو يې موټر درولی او هغوی یې له ځان سره نامعلومې سیمې ته بیولي دي.

هغه زياته کړه: "تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان د وسله والو مخالفينو د کومې ډلې له لوري تښتول شوي او موخه يې څه ده، خو په چقه چقور کې يو شمېر قومي مشرانو منځګړيتوب ته وردانګلي او هڅه کوي چې له وسله والو مخالفينو سره د اړيکې په نيولو سره تښتول شوي کسان د هغوى له بنده را خلاص کړي."

د جوزجان ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مشر انجنير محمد نسيم بليغ د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د وسله والو مخالفينو له لوري د مخابراتي شرکت د کارکوونکو برمته کول کولى شي چې په جوزجان او نورو سيمو کې د دغو شرکتونو پر فعاليت منفي اغېز وکړي.

هغه زياته کړه: "طالبان کله ناکله په لرو پرتو سيمو کې هڅه کوي، څو دغه شرکتونه د شپې له لوري فعاليت ونه کړي، خو بيا هم شرکتونه خپل فعاليت ته دوام ورکوي. د يادو شرکتونو مسوولينو ته ډاډ ورکړل شوى چې که چېرې د دوى دغه کار د وسلوالو مخالفينو د قهرېدو لامل کېږي او يا ټيليفوني ستنې له منځه وړي يا سوځوي، نو د مخابراتو وزارت دوى ته ياد غرامت او تاوان ورکولو ته چمتو دى."

د جوزجان ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ مشر وويل، چې د مخابراتي شرکتونو کارکوونکي ډېرى وخت د درزاب او قوش تپې په نا امنو سيمو کې له دغو ستونزو سره مخ دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړوند خپل نظر نه دى څرګند کړى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement