د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ميدان وردګو اوسېدونکي د ولايت دولتي پوهنتون ته د نورو پوهنځيو غوښتنه کوي

د ميدان وردګو اوسېدونکي د ولايت دولتي پوهنتون ته د نورو پوهنځيو غوښتنه کوي

Sep 28, 2016 - 14:29

کابل(پژواک، ٧ تله ٩٥): د ميدان وردګو ولايت د لوړو زده کړو موسسې لپاره د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يو شمېر اداري او تدريسي ستونزې حل شي، خو د تشکيلاتو او زېربنا په برخه کې لا هم ستونزې شته .

  دا څرګندونې د ميدان وردګو ولايت د لوړو زده کړو موسسې رييس پوهنيار عنايت الرحمن مايار ، د يادې شوې موسسې د نوې ودانۍ د پرانېستې، د خپلې ادارې د لاسته راړونو او ستونزو په اړه له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

د ميدان وردګو ولايت د لوړو زده کړو موسسه يو کال وړاندې د همدې ولايت د سيداباد ولسوالۍ  په ټوپ دښته سيمه کې چې د کابل- کندهار پر لويه لاره پرته ده،  په فعاليت پيل کړى چې اوسمهال يواځې د کرنې په پوهنځي کې ٢٥٠ محصلين  لري.

  د پوهنتون رييس وويل چې نوې ودانۍ به په راتلونکو ١٥ مياشتو کې د لوړو  زده کړو وزارت د ٣٣ ميليونه افغانۍ پراختيايي بوديجې په لګولو سره په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې اته درسي خونې،يو لوی کتابتون، دوه د غونډو سالونونه، لس دفتر خونې او نور د اړتيا وړ ملحقات به ولري.

ياده شوې ودانۍ پرون ( د تلې په ٦مه) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوه چې د ميدان وردګو د والي ځنډي ګل زماني، د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پاليسۍ رييس پوهنيار فياض احمد سيار، ځايي چارواکو، ځوانانو، محصلينو او قومي مخورو په کې برخه اخيستې وه.

د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پاليسۍ مشر فياض احمد سيار وويل چې د لوړو زده کړو  وزارت په پام کې لري چې ټولو دولتي پوهنتونونو ته پراختيا ورکړي او له دې ډلې به د ميدان وردګو ولايت پوهنتون  ته هم په راتلونکو کلونو کې پراختيا ورکړي او نور پوهنځي به ورته منظور کړي.

د ميدان وردګو والي ځونډي ګل زماني د پوهنتون په چارو کې د ملي سوداګرو، مدني فعالانو او ځوانانو د مرستو د ستاينې ترڅنګ  له لوړو زده کړو وزارت  څخه وغوښتل چې د ولايت پوهنتون دې په تخنيکي وسايلو او لابراتوار سمبال کړي.

د دغې تحصيلي موسسې  لومړۍ  ودانۍ تر دې وړاندې د قومي مخورو، ملي سوداګرو او مدني فعالانو  لخوا په چمتو شوې ٢٥٠ زره امريکايي ډالره مرستې سره جوړه شوې ده چې اوسمهال په کې د تدريسي او اداري چارې تر سره کېږي.

د پوهنتون مشر وايي چې په لومړي کال کې يې د ودانۍ او امکاناتو له اړخه ګڼې ستونزې درلودې، خو  د ځايي ادارې، قومي مخورو، ملي سوداګرو، وکيلانو او مدني فعالانو په همکارۍ يې ډېرې ستونزې خپله حل کړې دي.

هغه زياته کړه:(( ددې ولايت خلک له زده کړو سره ډيره مينه لري، ګڼ شمېر ځوان کادرونه او محصلين لري، بايد پخوا ورته پوهنتون جوړ شوى واى، خو کله چې منظور شوى، نو د دولت د امکاناتو په تمه نه شول او خپله يې مالي او معنوي مرستې پيل کړې.))

مايار وويل چې په لومړي کال کې  ځايي خلکو د پوهنتون د ليليې له محصلينو سره د خپل کور د څراغونو او کمپلو مرسته وکړه، څو شته ستونزې يې د درس پر وړاندې خنډ نه شي چې له پوهې او تحصيل سره د ځايي خلکو  مينه څرګندوي.

په ورته وخت کې بيا د ولايت د مرکز ميدان ښار يو شمېر اوسېدونکي په سيد اباد ولسوالۍ کې د پوهنتون له جوړېدو سره مخالفت لري او وايي چې د پوهنتون ساحه( ټوپ دښته) له ولايت څخه  لرې او نا امنه ده، بايد په مرکز کې جوړ شي.

 خو د پوهنتون رييس وايي چې دا جنجالي موضوع حل شوې، پوهنتون په شاوخوا ٥٠٠ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې د پوهنتون لپاره دا ساحه په ميدان ښار کې نشته او بله دا چې د پوهنتون اوسنۍ ساحه د ولايت ټولو ولسواليو ته په مرکزيت او  څلور لارې کې موقعيت لري، ترڅنګ يې د پوليسو اکاډمي شته چې د امنيت ضمانت کوي.))

د چک ولسوالۍ اوسېدونکي او د کابل پوهنتون محصل عصمت الله صالح د پوهنتون د تدريسي ودانۍ پر پرانېستل کېدو خوښي څرګندوي، خو وايي چې د پوهنتون لپاره بايد د پوهنځيو شمېره زياته شي چې دده په څېر نور محصلين په خپل ولايت کې لوړې زده کړې وکړي.

خو د پوهنتون مشر  پژواک ته وويل چې تدريسي او اداراي امکانات يې کم دي او په لنډ مهال کې د نورو پوهنځيو امکانات نه لري، خو د راتلونکي کال لپاره به د پوهنتون لپاره د ښوونې او روزنې پوهنځى منظور شي.

د بلخ پوهنتون استاد او د ميدان وردګو ولايت د دايمير دادو ولسوالۍ اوسېدونکى احمد جاوېد صديقي وايي چې د ميدان وردګ ولايت ګڼ شمېر ځوانان د نورو ولايتونو په پوهنتونو کې زده کړې کوي او بايد کلونه وړاندې ورته په خپل ولايت کې پوهنتون جوړ شوى واى.

  صديقي پژواک ته وويل:((حکومت ميدان وردګو ولايت په تحصيلي برخه کې هېر کړى، د مور او ميرې چلند روان دى، خو له دې وروسته بايد دغه پوهنتون ته زياته پاملرنه وکړي چې دا کار په ټولنيزو فعاليتونو او حتى  د امنيت په ټينګښت مثبت اغېز لري.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement