د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ميدان وردګو کې د کانکور ازموينه واخيستل شوه

په ميدان وردګو کې د کانکور ازموينه واخيستل شوه

Apr 13, 2017 - 17:58

کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٦): د ميدان وردګو ولايت د کانکور په کلنۍ ازموينه کې  د ١٢٣نجونو په ګډون څه باندې ٣٨٠٠ زده کوونکو ګډون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ددغه ولايت د کانکور په ازموينه کې ٤٦٢٣ کسانو ګډون درلود.

په دغه ولايت کې د لوړو زده کړو د دولتي موسسې مشر استاد عنايت الرحمن مايار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کانکور ازموينې لپاره يې ټول زده کوونکي د سيمه ييزو رسنيو او خواله شبکو پرمټ  په وخت خبر کړي وو او د بايوميټريک سيسټم او ازموينه يې په ښه ډول تر سره شوه.

مايار وايي چې سږ کال په کانکور کې ٣٨٢٩ زده کوونکو ګډون کړى و چې ١٣٣ يې نجونې وې.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د دغه ولايت د کانکورازموينه کې شاوخوا ٤٦٢٣ کسانو ګډون کړى و.

 مايار وويل چې سږ کال د کانکور د ګډونوالو شمېره په دغه ولايت کې د اقتصادي او امنيتي ستونزو په سبب ټيټه وه.

مايار وايي دا چې د کانکور ازموينه د ولايت له مرکز نه لرې د سيداباد ولسوالۍ کې د پوليسو په ښوونيز مرکز کې اخيستل کېده، نو په دې برخه کې ورسره پوليسو پوره همکاري وکړه او حتى ځينې معيوب محصلين يې په شا د کانکور تر صحنې ورسول.

له پلازمېنې کابل څخه د کانکور اخيستنې په موخه دغه ولايت ته د تللي پلاوي مشر پوهنيار روضت الله مجيد هم وويل چې د ولايت والي او سيمه ييزو چارواکو د کانکور ازموينې په برخه کې له دوى سره مرسته کړې ده.

هغه په ازموينه کې د روڼتيا په اړه وايي: (( د نوې پاليسي له مخې ټول زده کوونکي بايوميتريک کېږي، ځکه خو په پروسه کې هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي او د واسطې منلو امکان نشته.))

د کانکور يوه ګډونوال محمدشاه وويل چې په کانکور ازموينه کې له کومه ستونزې سره نه دى مخ شوى، چارواکو ورته ښې اسانتياوې برابرې کړې وې، پوښتنې يې حل کړې او تمه لري چې د خپلې خوښي پوهنځي ته به بريالى شي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د لوړو زده کړو د دولتي موسسو او پوهنتونونو لپاره د کانکور ازموينه د تېرکال کب کې پيل شوې چې تر دمه په کابل، لوګر، پکتيکا، پکتيا، خوست، غزني، ميدان وردګو کې اخيستل شوې او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د کانکور ازموينه تر راتلونکي اوړي پورې په ټولو ولايتونو کې بشپړه او پايلې يې د چنګاښ مياشتې پاى کې اعلان شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement