د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مڼې ګل شپاړسمه دودیزه مشاعره په شور او زوږ سره ولمانځل شوه

د مڼې ګل شپاړسمه دودیزه مشاعره په شور او زوږ سره ولمانځل شوه

May 18, 2017 - 20:55

میدان ښار(پژواک، ۲۹ غویی ۹۶): په میدان وردګو ولایت کې يو شمېر فرهنګيانو او چارواکو د مڼې ګل کلنۍ مشاعرې په ترڅ کې له شاعرانو وغوښتل چې د ټولنیزو ناخوالو له منځه وړلو، سولې او د کلتوري ودې اوبډاينې لپاره دې په ګډه کار وکړي.

د مڼې ګل مشاعره چې په هېواد کې د ځينو نورو کلينو مشاعرو په څېر هرکال په غويي میاشت کې په میدان وردګو کې جوړېږي، شپاړسمه مشاعره يې نن د ولایت مرکز ميدان ښار کې تر سره شوه.

په مشاعره کې پر ولایت سربېره له ګڼو ولایتونو شاعرانو، لیکوالو او فرهنګيانو برخه اخیستې وه چې په ټوله کې د اوسنیو ټولنیزو ناخوالو په اړه شعرونه ولوستل.

دا‌طلاعاتو او کلتور وزير پوهاند رسول باوري، مشاعرې ته په خپل را استول شوی پیغام کې وویل چې د نړۍ په ګڼو برمختګونو او ټولنیزه وده کې شاعرانو رول لوبولی او دلته دې هم له خپل دغه نقش نه کار واخلي.

شاعر، کره کتونکي او د غونډې یوه ګډونوال انور وفا سمندر که څه هم دا ډول مشاعرې د ادب او کلتور لپاره مهمې وبللې، خو د مشاعرې له شعرونو ډېر خوښ نه و.

هغه په دې اړه پژواک ته وويل:(( له بده مرغه چې ټولو احساساتی شعرونه ویل، لکه د مبارزې او جګړې په بريد چې ولاړ وي، د ډېرو کمو شاعرانو خبرې د زړه خبرې وې او زړه ته ښکته کېدې.))

د مشاعرې یوه بل ګډونوال مصطفی سمون هم وویل چې په دا ډول مشاعرو کې ډېر څه د شعرونو پر ځای شعارونه ویل کېږي او په ننۍ مشاعره کې يې هم د شعرونو تر څنګ شعارونه اورېدلي دي.

سمون زیاته کړه چې شاعران باید  به داسې حالاتو کې د ټولینرو دردونو انځور او په هنری ډول د خلکو د منفی ذهن د سمون او مثبت لور ته د بېولو هځې وکړي چې دا ډول مشاعرې يې د پیغام رسولو ښه وسیله ده.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس اورنګ مختار هم د کلتور او ادب په بډاینه کې د ورته مشاعرو رول مهم وباله او وویل چې د ولایت د فرهنګیانو پر مټ یې هڅه کړې چې د مشاعرې له لارې خلکو ته د ولایت کلتوري او ټولنیز انځور وړاندې کړي.

که څه هم نن د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته کلنۍ مشاعرې تر سره شوې چې ځينې د کلتوري ناهمغږي ښه بېلګه بولي، خو اورنګ مختار په دې اړه پژواک ته وويل:((داسې مشاعرې چې څومره ډېرې شی ښې دي، ځکه چې شاعرانو او فرهنګیانو ته په یوه وخت کې د کلتوري تجربو شریکولو چانس ورکوي.))

په مشاعره کې د ښځینه شاعرانو ونډه د ګوتو په شمار وه چې ځینې کره کتونکي يې لامل امنیتی ستونزې او امنیتی محدودیتونه بولی.

 که څه هم د مشاعرې له پیل سره سهار مهال د مشاعرې په تالار د وسله والو مخالفینو له لوري څو غوغندي وتوغول شول، خو د مشاعرې په نظم او بهیر یې منفي اغېز ونه کړ.

مڼې ګل مشاعره له نن نه ۱۶ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره ددې ولايت په چک ولسوالۍ کې د استاد مص‌طفی حماس او ځینو نورو ملګرو په نوښت تر سره شوه چې له دې وروسته هر کال د ولایت په مرکز کې په لوړه کچه نمانځل کېږي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement