د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان سوداګر د پاکستان له لارې د سوداګرۍ په برخه کې جدي ستونزې لري

افغان سوداګر د پاکستان له لارې د سوداګرۍ په برخه کې جدي ستونزې لري

Aug 22, 2017 - 12:17

اسلام اباد (پژواک، ٣١ زمری ۹۶): د افغان خبریالانو یوه پلاوي د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتي چې سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي او افغان محصلینو ته دې تحصیلي سکالرشیفونه زیات کړي.

افغان خبریالانو په اسلام کې د پاکستان د بهرنيو چارو له مرستیالې تسنیم اسلم سره ځانګړې ناسته کې وویل چې افغان سوداګر د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې جدي ستونزې لري.

د افغان خبريالانو ياد پلاوى د پاکستان د حکومت په بلنه دوه ورځې مخکې (د زمري ٢٩مه) اسلام اباد ته تللى دى.

د افغان پلاوي غړي او اقتصادي کارپوه وحیدالله غازي خېل وويل چې د افغانستان سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي او په هر ډول حالاتو کې دې په عادي ډول دوام ولري.

غازې خېل زياته کړه، پاکستان د افغانستان تر ټولو نږدې ګاونډی دی چې د افغان صادراتو او سوداګرۍ د راکړې ورکړې لپاره اسانه لار کڼل کېږي، له بده مرغه چې ناسم سیاست او بې ثباتي پر اقتصادي او تجارتي معاملاتو باندې منفي اغېز کوي.

د دې ناستې پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې تسنیم اسلم وویل، خراب امنیتي وضعیت کله کله د دې لامل کېږي چې اقتصاد او سوداګرۍ ته زیان ورسوي.

خو غازي خېل بيا وويل چې پاکستان له خپل بل ګاونډي هند سره هم ورته سیاسي ستونزې لري، خو هېڅکله يې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد دومره منفي اغېز نه دی کړى.

افغان سوداګر زياتره وخت شکایت کوي چې د افغانستان د تازه مېوو په موسم کې پاکستان کې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کېږي چې دا چاره د مېوو د خرابۍ او په وخت نه رسېدو لامل ګرځي.

افغان پلاوي د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه همدارنګه وغوښتل چې افغان زده کوونکو ته دې د تحصيلي سکالرشیفونو د زیاتولو تر څنګ، هغوی په داسې تحصیلي څانګو کې هم جذب کړي چې په افغانستان کې يې د کار مارکېټ زیات وي.

د یادونې ده، پاکستان تر اوسه پورې زرګونه افغان محصلینو ته بېلابېل سکالرشیفونه ورکړي چې دا مهال د پاکستان بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

د روان میلادي کال لپاره د پاکستان د تحصیلي سکالرشیفونو شمېر شاوخوا شپږ سوه و چې د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه محصلينو ته په کې دې زده کړې چانس وو او تېره میاشت يې په کابل کې ازموینه واخیستل شوه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement