د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې وسله والو طالبانو دوه تنه د زنا په تور ووژل

بدخشان کې وسله والو طالبانو دوه تنه د زنا په تور ووژل

Aug 22, 2017 - 12:02

فيض اباد (پژواک، ٣١ زمرى ٩٦): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د بدخشان په درايم ولسوالۍ کې يوه ښځه او يو سړى د زنا په تور تر خپلې صحرايي محکمې وروسته پر ډزو وژلي دي.

 د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احمد زاهد عمري د زمري په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ګل احمد په نامه نارينه او د نګار په نامه ښځه چې دواړه متاهل وو، تېره ورځ د درايم ولسوالۍ د يامچيان په کلي د زنا په تور تر صحرايي محکمې وروسته په عام محضر کې پر ډزو ووژل .

خو د بدخشان د ولايتي شورا غړى او داريم د خلکو استازى ډاکټر احمد بشير صميم پژواک ته وويل چې د ګلا احمد او نګار کورنۍ سره ګاونډۍ وې او په کليو کې خلک د اړتيا پرمهال د يو بل کره ځي او راځي.

 ده وويل، کله چې ګل احمد د نګار د کور انګړ ته ننوځي طالبان له پلټنې پرته دا سړى او ياده ښځه نيسي او له يوې صحرايي محکمې وروسته دواړه په عام محضر کې پر ډزو وژني.  

 صميم د اندېښنې په څرګندولو سره وويل:(( موږ څو ځله په داريم کې د طالبانو د موجوديت په اړه چارواکو ته ويلي چې د پاڅون کوونکو په مرسته حکومت هغوى له منځه يوسي، خو د بدخشان چارواکو دې موضوع ته هېڅ پام نه دى کړى او هره ورځ د خلکو په منځ کې د طالبانو وحشت زياتيږي .))

ده وويل چې ګل احمد نومي سړي ٥٠کاله عمر درلود او د ښځې او اولادونو لرونکى و او نګار نومې ښځې ٤٠کاله عمر درلود او د شپږ ماشومانو مور وه او همدارنګه د دواړو يادو کسانو اقتصادي حالت هم ښه نه و .

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.  

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement