د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان: ښې اړیکې او ګډه همکاري د ترهګرو په مخنیوي کې اغېزناک تمامېدای شي

پاکستان: ښې اړیکې او ګډه همکاري د ترهګرو په مخنیوي کې اغېزناک تمامېدای شي

Aug 22, 2017 - 11:14

اسلام اباد (پژواک، ٣١ زمری ۹۶): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې امنیت او له طالبانو سره سوله  د افغانستان او پاکستان دواړو په ګټه دي او یوازې پوځي اقدام د ستونزو حل لاره نه ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې تسنیم اسلم په اسلام اباد کې له افغان خبریالانو سره په ځانګړې ناسته کې وویل چې هېواد يې د افغانستان په څېر له طالبانو سره سولې ته لېوال دی.

مېرمن اسلم په دې لیدنه کې زیاته کړه چې اسلام اباد او کابل دواړه د ترهګرۍ ښکار دي چې مخنیوی يې ښو اړیکو او ګډې همکارۍ ته اړتیا لري؛ ځکه تحریک طالبان، په پاکستان او افغان طالبان په افغانستان کې د امنیت او پرمختګ پر وړاندې خنډونه دي.

نوموړې وويل چې هېواد يې له ترهګرۍ سره مبارزه کې قرباني ورکړې او د ډيورنډ پر کرښه يې د امنیت او وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره څار زیات کړی، خو په یوازې ځان د دومره سترې کرښې کنټرول ناممکن دی.

هغې وويل چې پر  ډيورنډ کرښه د محدودیتونو وضع کول يې د خپل هېواد او افغانستان د خوندیتوب لپاره دي او په دې برخه کې له افغانستان  څخه هم غواړي چې خپل مسوولیت د یادې کرښې په اوږدو کې په ښه ډول ترسره کړي.

پر پاکستان باندې یوه ستره نیوکه دا ده چې د افغان طالبانو د ملاتړ تر څنګ يې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې هغوی ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړې، خو پاکستاني چارواکي دا خبره ردوي  او وايي چې د همدې موخې لپاره يې ګڼ پوځي عملیات ترسره کړي دي.

تسنيم اسلم د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت يې ولې سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې ناغېړي کوي؟ وویل چې افغان سوله د پاکستان په ګټه ده او دا چاره د پاکستان له ملي امنیت سره مرسته کوي، هېڅکله يې هم نه دي غوښتي چې طالبان دې سوله ونه کړي.

نوموړې وویل چې د سولې لپاره باید افغانان ډېره هڅه وکړي؛ ځکه چې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره سوله او هدف ته رسېدل د مثبتو خبرو اترو یوه ښه بېلګه وه.

اسلم زیاته کړه چې هېڅکله يې طالبانو ته نه دي ويلي چې سوله دې نه کوي، پاکستان د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره د کابل پروسې په څېر  د خبرو او همدارنګه سترو پروژو ملاتړ کړی دى.

د یادونې ده، د سولې په پروسه کې د پاکستان له همکارۍ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ناهیلۍ وروسته د سولې خبرې درېدلې او طالبانو هم په کې کومه لېوالتیا نه ده ښودلې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې تازه امريکا د افغانستان په اړه خپله نوې کړنلاره اعلان کړې او په هغې کې يې پاکستان د ورانکارو ملاتړى هېواد بللى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement