د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې پر امنيتي مديریت ټنیګار وکړ

پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې پر امنيتي مديریت ټنیګار وکړ

Aug 23, 2017 - 14:11

اسلام اباد(پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۶): د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو مشر له افغان خبریالانو سره په خبرو کې له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې پر امنيتي مديریت د ټنیګار تر څنګ وویل چې پر ياده کرښه پرتو سیمو کې امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی.  

جنرال اصف غفور د وږي په ۲مه پېنډۍ کې له افغان خبریالانو سره په ناسته کې له خبریالانو وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي او خبرو لپاره خپل مثبت رول ولوبوي.  

غفور زیاته کړه چې افغان حکومت تل پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پر ملاتړ تورنوي، خو خبرو ته نه حاضرېږي او  د خبرو لار غوره  ده .

 نوموړي وویل،  افغان او بهرني ځواکونه مسوولیت لري چې له پاکستاني ځواکونو سره د ډیورنډ کرښې پر غاړه د خپلې خوا امنیت خوندي کړي او د خپل مسوولیت له مخې په ډېر جدیت سره د مخالفو وسله والو د تګ راتګ مخنیوی وکړي.  

هغه زیاته کړه:(( د کرښې د امنیت او بندښت په اړه د پاکستان جدیت پر ځای دی، پرانېستې پوله هېڅکله حل لاره نه ده.  ))

جنرال غفور وویل چې حکومت يې له طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ نه کوي، رسنۍ باید د عامه ذهنیت په بدلون، د خلکو په لا نږدې والي او په ګڼو نورو دوه اړخیزه مسایلو کې د افغان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ هڅې وکړي او  مثبت پیغامونه ولېږدوي.   

د یادونې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت په راتګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترېنګلې شوې او د سولې پروسه کې له پاکستان څخه د افغان ولسمشر ناهيلې د دې سبب شوې چې په نړیواله کچه پر پاکستان د فشار راوستلو غوښتنه او ملاتړ وکړي .

د پاکستان دغه پوځي چارواکی په داسې حال کې له طالبانو او حقاني شبکې د ملاتړ خبره ردوي چې تېره ورځ (د زمري په ٣١مه )امريکا د افغانستان په اړه په خپله اعلان کړې نوې ستراتيژۍ کې پاکستان د وسله والو طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو په ملاتړ او حمايې تورن شوى .

دغه راز د امريکا ولسمشر ټرمپ ويلي چې نور به په پاکستان کې د ترهګرو د موجوديت په اړه پټه خوله پاتې نه شي؛ ځکه پاکستان کې موجود ترهګر د افغانستان او امريکا لپاره خطر دى او دوى به يې په اړه اقدام وکړي . 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement