د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باجوه: د افغانستان او پاکستان امنیت یو له بل سره تړلی

باجوه: د افغانستان او پاکستان امنیت یو له بل سره تړلی

Aug 26, 2017 - 01:04

سلام اباد(پژواک، ۴ سنبله ۹۶): د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه په اسلام اباد کې د افغان خبریالانو له پلاوي سره د ترهګرۍ سره مبارزې، د دواړو هېوادونو د سولې او د خبرو لپاره د باور فضا د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

د افغان خبریالانو پلاوی تېره اوونۍ د پاکستان په بلنه اسلام ته تللی او تر دې دمه يې له لوړ پوړو چارواکو او خبریالانو سره د سولې او د دواړه هېوادونو د اړیکو د نږدې کولو په تړاو لسګونه ناستې تر سره کړې دي.

جنرال باجوه وویل چې په لاهور او کابل کې د خلکو په وژنه یو ډول دردېږي او دواړو هېوادونه باید نور نو د یوه او بل د ملامتولو لوبه پای ته ورسوي.

نوموړي چې دواړه هېوادونه په یوه ډول له ترهګرۍ او تاوتریخوالي ځورېدلي او د دواړو هېوادونو امنیت یو له بل سره تړلی چې هدف ته رسېدل یو د بل په چارو کې له مداخلې بندولو او د باور فضا له رامنځته کولو سره رامنځته کېږي.

باجوه وویل چې د پاکستان د پوځ د مشر به توګه له ټاکل کېدو وروسته يې په کلکه هوډ کړی چې افغانستان کې له سولې سره له زړه نه مرسته ورکړي، ځکه چې دا په حقیقت کې د پاکستان د امنیت لاره ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وویل چې دواړه هېوادونه یو له بل ګیلې او شکایتونه لري، خو دا د حل لاره نه ده،

هغه زیاته کړه:((که یو بل له لرې ملامتوو، خو مخامخ ناستې ونه لرو، نو دا د حل لاره نه ده.))

نوموړی وویل چې په افغانستان کې د هر هېواد په ځانګړي ډول هند د مثبت فعالیت او له پرمختګ سره له مرستې ملاتړ کوي، خو باید د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

د ناستې په ترڅ کې افغان خبریالانو هم د افغانستان د وضعیت په اړه وروستي معلومات وړاندې کړل او له نوموړي يې خپلې بېلابېلې پوښتنې هم مطرح کړې.

د افغان پلاوي غړي او سیاسي شننونکي وحیدالله غازي خېل په خپلو خبرو کې وویل چې دواړونو هېوادونو یو ملت اوسېږي چې دوه حکومتونه يې اداره کوي، خو له بده مرغه چې حکومتونه يې د ملتونو په څېر پخلاينه او نږدېوالی نه لري.

غازي خېل زیاته کړه:(( جګړه هېڅ وخت حل لار نه ده، ستونزې باید د خبرو او تګ راتګ له لارې حل شي، دا دواړو هېوادونو مسوولیت دی، په دې برخه کې د پاکستان مسوولیت د افغان په پرتله زیات ځکه موږ په جګړه کې ګیر یو او پاکستان ثبات لري.))

د ناستې په پای کې جنرال باجوه یو ځل بیا د دواړو هېوادونو تر منځ پر خبرو اترو، ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه او د ډېورند کرښو په اوږدو کې پر هر اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړي.

جنرال باجوه وویل، مخامخ کتنو او لیدنو ته اهمیت ورکوي چې د همدې موخې لپاره به روانه میاشت کې په دوشنبه کې د یوې ځانګړي ناستې په ترڅ کې له خپل افغان سیال جنرال شریف یفتلي سره هم د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې ګڼو نورو پاکستاني چارواکو هم د افغان خبریالانو سره په لیدنو کې د افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو پر بیا پیل ټینګار کړي دی.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement