Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"زموږ اختر هغه ورځ دی چې ډوډۍ ولرو"

"زموږ اختر هغه ورځ دی چې ډوډۍ ولرو"

Sep 01, 2017 - 10:07

کابل (پژواک۱۰وږى ٩٦): په کابل کې ښار کې کورني بېځايه شوي د خپلو اقتصادي ستونزو د حل او کارموندنې په برخه کې د دولت د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې د ژوند ستونزې يې د اختر نمانځلو ته نه پرېږدي.

د کابل ښارد پنځمې ناحيې اړوند قمبر څلورلارې کې شاوخوا زر کورنۍ له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهيسې په خېمو او خټينو کورونو کې ژوند کوي. د دوى اکثره کورنۍ له بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي ډول له هلمند او کندهار څخه بې ځايه شوې دي.

د هلمند ولايت اصلي اوسېدونکي حاجي تراب ملک چې په دې سيمه کې د بېځايه شوي په توګه ژوند کوي، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې دلته اختر نه شي نمانځلى.

هغه زياته کړه: ((اختر خو هغه کسان نمانځي چې نوي کالي يې کړي وي، قرباني وکړي، مېوه واخلي، موږ خو د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لرو، ټول وزګار يو، دولت او موسسات هم راسره مرسته نه کوي.))

نوموړي وويل: ((د څو منه اوړو، لرګيو، کمپلې او ترپال په مرسته زموږ ستونزې نه حل کېږي، که چېرته حکومت غواړي چې له سوال او د نورو د مرستې له تمې خلاص شو، موږ ته دې د کار زمينه مساعده کړي.))

د هلمند يو بل اوسېدونکى ٤٥ شمس الدين چې اوسمهال په دې ځاى کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وايي چې په هلمند کې د ژوند پر مهال به يې اختر د نوو جامو، بېلابېلو خوړو او مېوو سره نمانځه، خو اوس تر دې کچې رسېدلي چې د کورنۍ لپاره د درې وخته ډوډۍ تيارولو توان هم نه لري.

نوموړي هم زياته کړه: ((نه دولت  مرسته کوي او نه يې هم زموږ د ستونزو د حل په موخه کوم کار ترسره کړى دى چې موږ دې له نورو تمه پرې کړو، که دولت رښتيا هم غواړي چې زموږ سره مرسته وکړي، موږ ته دې د کار زمينه مساعده کړي، په ورځو ورځو مو ځوانان ځي په چوک کې د کار لپاره درېږي، خو کار ورته نه پيدا کېږي.))

د دې سيمې يو شمېر نورو بېځايه شوو هم ورته نظر درلود او ويل یې که چېرته حکومت له دوى سره د مرستو غوښتونکى وي، غوره به دا وي چې دوى ته د کار زمينه مساعده کړي.

د کابل ښار په دويم پروان سيمه کې هم لسګونه کورنۍ تر خېمو او خټينو کورونو لاندې ژوند کوي.

د حفيظ الله په نوم يوه بې ځايه شوي چې د کاپيسا د تګاب اصلي اوسېدونکى دى، وويل: ((زموږ اختر به هغه ورځ وي چې درې وخته ډوډۍ ولرو، اوس خو د اختر مزه نشته، شپه ورځ خواري کوو، خو يوه مړۍ ډوډۍ نه شو موندلى.))

هغه هم زياته کړه چې کله کله دولت او خيريه موسسې له دوی سره مرسته کوي، خو د يوه اندازه خوړو په مرستې سره د بې ځايه شوو ستونزه نه حل کېږي، حکومت او موسسات بايد د کار او استوګنځي زمينه ورته مساعده کړي.

د دې سيمې اوسېدونکې ٦٥ کلنه بي بي حليمه وايي: ((دوه بچيان مې ووژل شول، اړ شوو چې له تګاب نه کډه وکړو، بل ځاى نه و چې ورشو، دلته راغلو او له يوه کال راهيسې په کې مېشت يو.))

هغې وويل چې کورنۍ يې ځوان نارينه او مشران نه لري، ټول لمسيان يې ماشومان دي چې کور ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو مسووليت لري.

هغه زياته کړه: ((څوک چې کور او د خوړو ډوډۍ ونه لري، څنګه کولى شي چې اختر ونمانځي، همدا لمسيان مې په سراى شمالي کې موټرو ته سپرلي پيدا کوي، يوازې کولى شي چې وچه ډوډۍ پيدا کړي، که قتغ لرو او کله نه.))

هغه له حکومت، مرستندویو موسسو او ملي سوداګرو وغوښتل چې له بې ځايه شوو سره مرسته وکړي؛ ځکه چې ځيني د جګړو په سبب د خپلو مالونو د بايللو تر څنګ حتى د کور ډوډۍ راوړونکي هم له لاسه ورکړي دي.

د افشارو سيمه کې هم لسګونه بېځايه شوې کورنۍ په خټيو کورونو کې شپې ورځې سبا کوي.

د عبيدالله په نوم يوه بې ځايه شوي وويل: ((موږ کوم اختر ماختر نه لرو، اختر خو هغه وخت لمانځل کېږي چې موږ جامې ولرو، ډوډۍ، مېوه او خواړه ولرو.))

هغه زياته کړه: ((موږ خو ايرانيان، پاکستانيان او هنديان نه يو، موږ پر دې وطن حق لرو، حکومت دې موږ ته د کار او ژوند زمينه مساعده کړي، هغه که دلته کابل کې وي او يا زموږ اړوندو ولايتونو کې.))

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو مطبوعاتي سلاکار حفيظ الله مياخېل وويل چې اوسمهال نږدې لس زره بې ځايه شوې کورنۍ په کابل کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه چې دغه بې ځايه شوي په هلمند، کندهار، ننګرهار، لوګر او شمالي ولايتونو پورې اړه لري.

د نوموړي په خبره، له بې ځايه شوو سره لومړنۍ مرستې شوې او دا وزارت هره اوونۍ د دوى عريضې له مرستندويه موسساتو سره ارزوي او له مستحقو کسانو سره د خوراکي او نا خوراکي توکو مرسته کوي.

هغه بې ځايه شوو ته د کارموندنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د کډوالو او ټولنيزو چارو وزارتونه په يوه داسې پلان کوي چې د هغوى لپاره د کار زمينه مساعده کړي.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement