د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خوست کې د شنو خونو په ډېرېدو سره د سبو له درکه د دغه ولایت اړتیا پوره کړې

خوست کې د شنو خونو په ډېرېدو سره د سبو له درکه د دغه ولایت اړتیا پوره کړې

Sep 02, 2017 - 12:37

خوست ښار (پژواک، وږى١١مه ٩٦): په خوست کې د شنو خونو په جوړېدو سره د سبزيجاتو اړتيا تر ډېره بريده پوره شوې چې له امله يې له پاکستان څخه واردېدونکي کرنيزو محصولاتو ته اړتيا نه ليدل کېږي.

اوس مهال خوست ښار ته زياتره عرضه کېدونکي سبزيجات د هغو ۱۵۰ شنو خونو حاصلات دي چې په دې وروستيو څو مياشتو کې د کارډ - اېف موسسې په همکارۍ د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې جوړې شوې دي.

حضرت عمر د مندوزيو ولسوالۍ په دوه سړکه سيمه کې د بادرنګ او د رومي بانجانو دوه فعالې شنې خونې لري او هره ورځ لسګونه منه حاصل يې بازار ته عرضه کوي.

د ده په وينا، له دې کبله چې له شنو خونو څخه په لاس راغلو سبزيجاتو خوند تر نورو ښه دی، سوداګر په خپله شنو خونو ته ورځې او محصولات يې تر اخيستلو وروسته بازار ته وړي.

حضرت عمر وويل: ((حاصل يې ډېر با کيفيته او خوندوره ذايقه لري، تر اوسه مو ښار ته په خپله نه دي وړي، سوداګر په خپله راځي، دلته يې موږ پرې خرڅوو او بيا يې ښار ته وړي.))

په مندوزيو ولسوالۍ کې د يوې بلې شنې خونې مسوول محمد اصغر چې ده هم په کې بادرنګ کرلي دي، پژواک ته وويل چې د نورو کرنيزو محصولاتو په پرتله څو چنده زيات عايد ترلاسه کوي.

ده زياته کړه چې شنه خونه يې پر يوه جريب ځمکه جوړ کړی او په ټوليز ډول دا شنه خونه په يو فصل کې ۲۰ ټنه د بادرنګو حاصل ورکوي چې له همدې امله يې عايد ډېر دی.

نوموړي وويل: ((دا يو جريب پراخه شنه خونه کې ۴۸۰۰ د بادرنګو بوټي کېنول شوي دي. د تېرو دوو مياشتو په موده کې مو تر ننه ۲٠ ټنه بادرنګ بازار ته ورکړي دي.))

د خوست ښار د سبزيجاتو او مېوو د مارکېټ يوه هټۍ وال محمدالرحمن پژواک ته وويل، مخکې له دې چې په خوست کې شنې خونې نه وې جوړې شوې، د دغه مارکېټ ډېره تکيه د پاکستان پر کرنيزو محصولاتو وه.

نوموړي زياته کړه چې په دې وروستيو کې د کرنې سکتور د ودې او پراختيا له امله د ياد مارکېت د ډېری هټۍ والو کاروبار تر ډېره بريده پر کورنيو کرنيزو محصلاتو ولاړ دی.

هغه وويل: ((اوس د خوست سبزيجات دومره پريمانه دي چې د پاکستان له محتاجۍ يې خلاص کړي يو. کچالو، بادرنګ، ټينډې، پياز، کرم، کريله او دې ورته نور خپل ښه پريمانه سبزيجات لرو.))

د اړوندې موضوع په اړه د خوست د کرنې او مالدارۍ رئيس انجنير سميع الله نصرت پژواک ته وويل، چې د کارډ- ايف موسسې په همکارۍ په دغه ولايت کې تر ۱۰۰ ډېرې شنې خونې بشپړې، فعالې او شاوخوا پر ۵۰ نورو کار روان دی.

نصرت زياته کړه چې د فعالو څه باندې ۱۰۰ شنو خونو لپاره يې د کال ۶۲۰ ميټريک ټنه کرنيز محصولات هدف ورکړی او اوسني حالت ته په کتو هيله من دي چې خپل ټاکلي هدف ته ورسېږي.

سميع الله نصرت وويل: ((زموږ اټکل دا و چې دا به د کال ۶۲۰ ميټريک ټنه حاصل راکړي، خو کله ناکله طبيعي افت ستونزې جوړوي، خو بيا هم موږ انشاالله ۶۲۰ ميټريک ټنه حاصل ترلاسه کولای شو.))

د يادونې ده، خوست د کرنيزو محصولاتو لپاره مناسبه اب و هوا او کافي کرنيزه ځمکه لري، د کرنې سکتور د مسوولينو په وينا، که د ځمکې سمه پالنه يې وشي، په دغه ولايت کې بهرنيو کرنيزو محصولاتو ته هېڅ اړتيا نه پېښېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement