Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې له زرګونو بېځایه شوو او بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

کندهار کې له زرګونو بېځایه شوو او بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

Sep 08, 2017 - 10:15

کندهار (پژواک، ۱۶ وږی ۹۶): په کندهار کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې له زرګونو بې ځایه شوو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړې دي.

بلخوا د کندهار والي د مرستو د لړۍ پر روڼوالي ټینګار کوي او وايي چې هېڅوک په دغه بهیر کې د مداخلې حق نه لري.

دغه څرګندونې له طبیعي پېښو د مبارزې کمېټې په غونډه کې وشوې چې نن (د وږي ۱۶مه) په ولایت مقام کې جوړه شوې وه.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې ریيس مسعود پښتون په دې ناسته کې وويل، په تېرو ۶ مياشتو کې له ۴۹۵۲ بې ځايه شوو او بې بضاعته کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.

هغه زیاته کړه، له دې جملې د ۳۱۹۱ کورنیو سره د همدې ریاست له خوا او له پاتو کورنیو سره د بېلابېلو مرستندویه ادارو له خوا مرسته شوې ده.

خو دی وايي چې د ۹۹۲ بې وزلو کورنیو د مرستې غوښتنې عریضې تر ارزونې لاندې دي چې د مستحقو کورنیو تر پېژندلو وروسته به ورسره مرسته وشي.

په ورته توګه د مرستندویه ادارو له ډلې د IOM موسسې یوه استازي وویل چې په روان کال کې یې له ۴۵۰۰ راستنېدونکو کډوالو سره د غیر خوراکي توکو مرستې کړي او دا لړۍ روانه ده.

ده زیاته کړه، دغه مرستې هغو کډوالو کورنیو ته ورکول کېږي چې له پاکستان څخه بیرته خپل هېواد ته راستنېږي.

دی وايي، ډېری کډوال هلته له راجسټرېشن څخه پاتې شوي او د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په دې غونډه کې د نړیوال خوراکي پروګرام استازو وویل، پلان لري چې د مرستو د وېش د لړۍ د روڼوالي په موخه بایومیټریک سیسټم فعال کړي، څو مرستې تر مستحقو کورنیو ورسېږي.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د مرستو بهیر باید روڼ وي او مستحقو کورنیو ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، هېڅوک له بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستې په لړۍ کې د مداخلې حق نه لري.

ده غوښتنه وکړه چې مرستندویې ادارې دې هم خپلې مرستې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په چوکاټ کې وکړي.

خو نوموړي په عین حال کې ټینګار وکړ چې دغه اداره دې د چا تر اغېز لاندې نه راځي، له ټاکل شوې کړنلارې سره سم دې د مرستو د وېش چارې تر سره کوي.

ویسا د یادې ادارې او مرستندویه ادارو تر منځ پر همغږي ټینګار وکړ او ویې ویل چې مرسته باید تر مستحقو کورنیو ورسېږي او له یوې کورنۍ سره د تکراري مرستې مخنیوی دې وشي.

والي له طبيعي پېښو سره د مبارزې له رياسته وغوښتل چې له۲۰۰ کورنيو سره د مرستې توکي دې زېرمه کړي څو په بېړنیو حالاتو کې ګټه ورڅخه واخیستل شي.

د یادونې ده، دا مهال کندهار د جګړو له امله د زرګونو بې ځایه شوو کورنیو کوربه دی چې د هلمند او اروزګان له جګړو څخه یې دلته پناه راوړې ده.

ډېرې دغه کورنۍ په بد حالت کې ژوند کوي او مرستو ته جدي اړتیا لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement