د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې ښاري خدمتونه د قناعت وړ نه دي

په کابل کې ښاري خدمتونه د قناعت وړ نه دي

Sep 20, 2017 - 16:27

 

کابل (پژواک، ٢٩ سنبله ٩٦): د کابل په ډېرو هغو ناحيو کې د خلکو د رضايت کچه لوړه ده چېرته چې له ښاروالۍ سره د خلکو همکاري ډېره ده، خو په ټوله کې له ښاري خدمتونو د خلکو د رضايت کچه ډېره ټيټه  ده.

د چارواکو کارپوهان، د اړينو امکاناتو نشتوالى، د ښاوالانو ادلون بدلون، د هر ښاروال له لوري د نوو پلانونو طرحه، د اداري فساد شتون او نور د ښاري خدمتونو نا متوازن والی او کمزوري لاملونه بولي، خو ښاروالي د ځينو مواردو په منلو سره وايي چې د ستونزو د حل او خدمتونو د لا ښه والي لپاره يې پلان ترتيب کړى دى.

د ښاروالۍ خدمتونه او د خلکو همکاري

د افغانستان د روڼتيا څار سازمان د کابل ښار د ٢١مې ناحيې له ١٢٧٥اوسېدونکو سره چې اووه سلنه يې ښځې وې، د خبرو له لارې د حکومتولۍ د ١٦ شاخصونو او کابل ښاروال د خدمتونو په تړاو يوه سروې ترسره او تېر کال يې خپره کړې ده.

يادې ادارې د هرې څانګې په اړه د سروې پر مهال د (ډېر ښه، ښه، مناسب، بد او ډېر بد) افشنونه په پام کې نيولي وو او د هر يوه لپاره يې په ترتيب سره ٥، ٤، ،٣، ٢ او ۱ نومره ورکړې ده.

د سروې پايلې څرګندوي چې د شپاړسو برخو له منځه (له ښاروالۍ سره د خلکو همکاري) او (په ښاروالۍ کې د اسنادو پروسس) تقريباً (مناسب) بلل شوي او پاتې نورو څانګو ته د (بد) کلمه انتخاب شوې ده.

د سروې پايلې څرګندوي چې په ترتيب سره له کثافت دانيو (خځلنيو) کثافات راټولول، د مالياتو په ټولولو کې روڼتيا او مسووليت منل، په تصميم نيونه کې عامه ګډون، د واټونو، تفريحي پارکونو او شنو ساحو بيا رغونه، د خصوصي سکتور د ودانيزو چارو معياري کول، روغتيا ساتنه، کاناليزاسيون سيستم، د زېربناوو جوړول او ساتل، د خلکو د شکايتونو د څېړنې مکانيزم موثريت، عامه معلوماتو ته لاسرسى، خلکو ته ځواب ويل، د بسونو تم ځايونه او د موټرو د پارکينګ خدمتونه بد ارزول شوي او په منځني ډول يې له ٢.٤ څلورو نه تر يو عشاريه اته نومرو پورې اخيستې دي.

شمېرې څرګندوي چې په ټوله کې له ښاروالۍ سره د خلکو همکاري له ښاري خدمتونو د رضايت په پرتله ښه ده.

 

د کابل ښار پنځمه ناحيه کې د چاپېريال په حفظ الصحې او پاک کارۍ کې له ښاروالۍ سره د خلکو د ملګرتيا کچه تر ټولو لوړه ده او په دې برخه کې د ښاروالۍ له خدمتونو څخه د خلکو رضايت هم په مناسبه کچه کې دى.

د دغه سيمې اوسېدونکي وحيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خلکو په منځ کې د ښار د پاک ساتلو کلتور دودېدل ورځ په ورځ زياتېږي او له همدې امله له ښاروالۍ سره د خلکو ملګرتيا زياته شوې ده.

هغه وويل، ددوى په سيمه کې دښاروالۍ خدمتونه بد نه دي، خو زياته يې کړه:" ډېر خلک د خپلو کورونو کثافات، هغو کثافت دانيو ته وړي چې د ښاروالۍ له خوا په ښار کې اېښودل شوي دي؛ خو وينو چې د ښار په ځينو برخو کې کثافات د دغو کثافت دانيو په څنګ کې کوټه اچول کېږي. د دې ستونزې دليل دا دى چې په ښاروالۍ کې سمه څارنه او مديريت نشته او ښايي په دې اداره کې هم د دولت د نورو ادارو په شان فساد شتون ولري."

نثاراحمد حبيبي غوري چې ١٤کاله يې د کابل ښاروالۍ په بېلابېلو څانګو کې کار کړى دى؛ خو يو نيم کال مخکې يې د ښاروالۍ د تنظيف له رياست څخه استعفا کړې، وايي چې له ښاروالۍ سره د ښار په پاکولو کې د خلکو د همکارۍ ونډه د تېرو وختونو په پرتله زياته شوې ده؛ ځکه د ښاري توب کلتور وده کړې ده.

هغه په ښاري خدمتونو کې د خلکو ونډه ګټوره وبلله؛ ځکه چې د هغه په خبره ښاروالۍ په يوازې سر د دې وړتيا نه لري چې د کابو پنځه زره کار کوونکو په لرلو سره په يوازې سر د کابل څو ميليوني ښار چې اوويا سلنه سيمې يې غير پلاني دي، پاک وساتي او په کمو مالي امکاناتو او وسايلو سره دې د ودانيو، سړک جوړونې چارې او د واټونو د ساتنې چارې پر مخ بوځي.

د ښاروالۍ د چارو دغه کارپوه وويل چې د همدې ستونزو له امله، د ښاروالۍ خدمات هغه شان نه دي لکه څنګه چې ښايي.

د مرکزي احصايې ادارې د معلوماتو له مخې، د کابل ښار نفوس نږدې څلور ميليونه دى.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس عبدالجليل سلطاني وويل، که څه هم چې د ښاروالۍ پخوانۍ کړنې د ښاروالۍ په پخوانيو چارواکيو پورې اړه لري او هغوى يې بايد په اړه ځواب ووايي، خو د ده په خبره په ښاروالۍ کې د بوديجې کمښت، د اړينې وړتيا نه شتون، اداري فساد او د کار کوونکو کمښت د دې لامل شوى چې غوره ښاري خدمتونه وړاندې نه شي او خلک له دغه ارګان څخه نا راضه شي او ښاروالي ټيټه نومره ترلاسه کړي.

عبدالله جان حبيبزى د تېر کال په غويي مياشت کې د کابل ښاروالۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى، له هغه مخکې محمد اسلم اکرمي او له هغه مخکې عبدالاحد واحد د کابل ښاروالۍ د سرپرست په توګه دندې ترسره کړې دي.

سلطاني وويل چې له ښاروالۍ سره د خلکو ملګرتيا، په دې دليل نسبتاً لوړه نومره ګټلې ده چې تر يوې کچې يې له ښاروالۍ سره ډېره ملګرتيا درلودلې ده؛ خو هغه زياته کړه: "ښايي کابل د نړۍ په کچه يوازېنى ښار  وي چې خلک له ښاروالۍ سره کمه همکاري لري."

نوموړي وويل چې که خلک له ښاروالۍ سره لازمه او ډېره ملګرتيا ولري، شک نشته چې دغه اداره به په خپلو اړوندو کارونو کې بريالۍ شي او د ښه کيفيت خدمات وړاندې کولى شي.

له ښاري خدماتو د خلکو د خوښۍ ټيټه کچه

اوولسمه ناحيه هم د ښاروالۍ له خدمتونو د خلکو د رضايت لوړه کچه لري او له ښاروالۍ سره په کې د خلکو همکاري مناسبه بلل شوې ده.

د يادې ناحيې اوسېدونکي محمد ظاهر وويل: ((زموږ په سيمه کې خلک خپلې خځلې او کثافات تر خځلنيو رسوي، ښاروالي يې هم له خځلنيو په وخت سره لېږدوي، انبارونه نه جوړوي او اکثره کوڅې يې کانکړېټ کړې دي، له همدې امله خلک له ښاروالۍ نه خوشحاله دي.))

خو د کابل ښار اتلسمه ناحيه کې د ښاروالۍ له خدمتونو د خلکو د رضايت کچه تر ټولو ټيته ده؛ د دې تر څنګ له ښاروالۍ سره د خلکو د همکارۍ اندازه هم ښکته ګڼل شوې او د ښاروالۍ له خدمتونو شکايت کوي.

د دې ناحيې د ده سبز ولسوالۍ د تره خېل کلي اوسېدونکي حاجي تيمورشاه وويل چې د ښاروالۍ خدمتونه نا متوازن دي.

هغه وويل: ((زموږ کلي کې د ښاروالۍ له لوري هېڅ خدمتونه نه دي شوي، يوازې عمومي سړک جوړ شوى، نور ټول سړکونه خام دي، د کثافت دانيو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ يو، زموږ کلي کې يوه کثافت داني هم نشته، د خځلو اچولو ځاى هم نه دى معلوم، هر څوک خپل کثافات په هر ځاى کې غورځوي، له بد بوى او ماشو يې ښه ورځ نه لرو.))

نوموړي ادعا وکړه او ویې ويل: ((د ښاروالۍ ټول خدمتونه په واسطه لرونکو سيمو کې دي او يا هم د لوړپوړو چارواکو د اوسېدو سيمه کې، موږ بېچاره ګان خو نه کومه واسطه لرو او نه مو هم کلي کې کوم چارواکى ژوند کوي.))

د ښاروالۍ له خدمتونو د خلکو د رضايت کچه او همدارنګه هغه نومرې چې په سروې کې د ښاروالۍ خدمتونو ته ورکړل شوې، د ښار په نورو ناحيو کې هم تفاوت لري.

 د چاپېريال د چارو پوه محمد همايون کاظم باور لري چې د ښاري خدمتونو په برخه کې عدالت په دې سبب نشته چې ښاروالي هغو برخو ته ډېره پاملرنه کوي چې لوړپوړي دولتي چارواکي په کې ژوند کوي او له بلې خوا د ښار په غير پلاني سيمو کې ښاري خدمتونه کم دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ په کلا زمان خان سيمه [شپاړسمه ناحيه] او يا هم د ښار په لرو پرتو سيمو کې چې بې واسطې خلک په کې ژوند کوي، کم خدمتونه په کې وړاندې کېږي، خو د وزيراکبر خان په ساحو [لسمه ناحيه] کې چې اشراف زاده خلک په کې ژوند کوي، وزيران دي، د کابل ښاروالۍ د تنظيف برخه يوازې د هغوى د کورونو او لارو مخې پاکوي.))

خو سروي څرګندوي چې د ښاروالۍ خدمتونه په شپاړسمه ناحيه کې (بد) او په لسمه ناحيه کې نږدې مناسب ګڼل کېږي.

کاظم وويل چې د اړوندو ادارو (ښاروالي، ښار جوړونې وزارت، اراضي اداره او نورو) ترمنځ د همغږۍ نشتوالى د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د خپل سرۍ سبب شوى، د دې تر څنګ ولسمشرانو د سليقې له مخې د ښاروالانو او ښاروالۍ د رييسانو ادلون بدلون هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې د دې ستونزې عمده لامل کېدلى شي.

د هېواد اساسي قانون د ١٤١ مادې له مخې، د ښاري ادارې د چارو لپاره ښاروالي تشکيلېږي، ښاروالي او د ښاروالۍ د ناستو غړي د خپلواکو، ازادو، عمومي، سري او مستقيمو ټاکنو له لارې ټاکل کېږي، خو تر اوسه پورې دا ډول ټاکنې نه دي ترسره شوې.

خو د کابل ښاروالۍ د تنظيف پخواني مشر نثاراحمد حبيبي د لوړپوړو چارواکو د اوسېدو سيمو ته د زياتې پاملرنې په تړاو وويل: ((اوس څه نه شم ويلى، خو هغه مهال [چې ما په ښاروالۍ کې دنده درلوده] دا نه تاييدوم چې چارواکو ته دې پاملرنه شوې وي او غريب مېشته سيمو ته دې پاملرنه کمه وي.))

د هغه په خبره، د نورو لاملونو لکه د کارکوونکو او اړينو وسايلو کمښت، نا کافي بوديجه، د ښار د ډېرو برخو د غير پلاني جوړښت، د ښاروالانو ادلون بدلون تر څنګ، د متوازنو او غوره خدمتونو د نه وړاندې کولو بل لامل دا دى چې د ښار نفوس ډېر شوى، په بېلابېلو ناحيو کې نفوس هم په پام کې نه دى نيول شوى او د دې ستونزو د حل لپاره پلان نشته.

هغه وويل، هر څوک چې د ښاروال په توګه مقرر شي، نوې طرحه جوړوي او د ښاروالانو زيات وخت په پلان جوړولو تېرېږي چې دا يوه ستره تېروتنه ده.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو رييس عبدالجليل سلطاني بيا هم په ټينګار سره وويل چې د ښاروالۍ د پخوانيو خدمتونو په اړه د ځواب ويلو لپاره د دې ادارې پخواني چارواکي مسوول دي، خو زياته يې کړه چې ښاروالي سږ کال د هغو څېړنو له مخې چې تېر کال شوې، ځير شوې چې په ځينو مواردو کې د ښاروالۍ خدمتونه متوازن نه دي.

حل لاره

نثاراحمد حبيبي وويل چې د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره بايد د ښار پاکولو برخې د کارکوونکو او ښاروالۍ امکانات زيات شي او د دې تر څنګ يې خصوصي سکتور ته هم ونډه ورکړل شي.

محمد همايون وړانديز وکړ چې کابل ښاروالي د ښاري خدمتونو د غوره والي او متوازن والي لپاره بايد له کارپوهانو سره په مشوره داسې پلان جوړ کړي چې ګڼ شمېر خلک په ښار پاکولو کې ونډه واخلي.

د هغه په خبره، په نړۍ کې داسې ماډلونه شته چې څنګه کولى شو غير پلاني ساحې او خپل سرې ودانۍ په پلان کې شاملې کړو او ټولو ساحو ته غوره ښاري خدمتونه وړاندې شي، خو تر اوسه پورې کابل ښاروالۍ دې موضوع ته جدي پاملرنه نه ده کړې.

عبدالجليل سلطاني وويل چې ښاروالي د کړو څېړنو پر بنسټ او پخوانيو پروګرامونو ته په پام سره داسې پلان چمتو کړى چې عملي کار به يې راتلونکى کال پيل شي او په اوږدمهال کې به د ښاري خدمتونو غوره والي او توازن ته جدي پاملرنه وشي.

هغه زياته کړه چې د ښار په غير پلاني سيمو کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره چې د ښار شاوخوا اويا سلنه جوړوي، پراختيا او خصوصي سکتور ته په کې د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو رول ورکول، د همدغه پلان برخه ده.

سلطاني په ښاروالۍ کې د اړينو امکاناتو کمښت ستره ستونزه وبلله او ویې ويل چې ښاروالۍ په ښاري خدمتونو کې خلکو ته د زياتې ونډې ورکولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو ته پراختيا ورکوي او په ناحيو کې يې فعالې ولسي شوراګانې جوړې کړې دي.

نوموړي اداري فساد د غوره او متوازنو خدمتونو وړاندې کولو لپاره يوه ستره ننګونه وبلله او ویې ويل چې په تېر يوه نيم کال کې څه باندې ١٨٠زره کسان حتى په کابل کې د ښاروالۍ د چارواکو په کچه فساد کې ښکېل دي، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

نوموړي په فساد کې د ښکېلو کسانو نوم ياد نه کړ، خو له فساد سره د مبارزې پر دوام يې د ټينګار تر څنګ وويل، ياد کسان د ښاروالۍ په عملياتي برخه کې پر کار بوخت وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement