Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال د سپین بولدک له لارې څه باندې ۴زره کډوالې کورنۍ راستنې شوې

سږ کال د سپین بولدک له لارې څه باندې ۴زره کډوالې کورنۍ راستنې شوې

Nov 11, 2017 - 16:26

کندهار (پژواک، ۲۰ لړم ۹۶): د کندهار د کډوالو چارو ریاست وایي، سږ کال له پاکستان څخه د سپین بولدک له لارې ۴۲۵۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي او دا لړۍ روانه ده.

دغه ریاست زیاتوي، له دغو کورنیو سره د کډوالو نړیوالې ادارې (UNHCR) له خوا ۲،۴ میلیونه ډالر نغدي مرسته شوې ده.

د کډوالو چارو رییس محمد عظیم نوابي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې له پاکستان څخه هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لړۍ چټکه شوې چې لامل یې په هغه هېواد کې د کډوالو سخت ژوند او نورې ستونزې دي.

ده زیاته کړه، د روان ۱۳۹۶ لمریز کال له پیل راهیسې تر دې مهاله ۴۲۵۶ کډوالې کورنۍ چې ۱۱۸۵۶ تنه کېږي، د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه کډوال د کندهار تر څنګ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي چې دغلته د کډوالو د نړیوالې ادارې له خوا له مرستې وروسته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

ده وویل، له دغو کډوالو سره د همدې ادارې له خوا ۲،۴ میلیونه ډالره نقدي مرسته شوې ده.

دی وايي، په ورته توګه په تېر ۱۳۹۵ لمریز کال کې ټولټال ۷۹۳۳ کډوالې کورنۍ چې ۳۷۴۱۷ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې له خوا ورسره ۱۴،۸ میلیونه ډالره نغدي مرسته شوې ده.

نوابي دغه راز په روان کال کې د هغو بندیانو په اړه هم معلومات ورکړل چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او د بند د مودې له پوره کېدو وروسته افغان لوري ته سپارل شوي دي.

دی وايي، په روان کال کې ۱۱۷۸ تنه افغانان چې په پاکستان کې بندیان شوي وو، په سپین بولدک کې دغه ریاست ته سپارل شوي دي.

ده یادونه وکړه چې له دغو بندیانو سره د ای او اېم ادارې له خوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوي او وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم پاکستان په ورته توګه د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي ۹۸۲۱ بندیان د سپین بولدک له لارې افغان لوري ته سپارلي وو.

نوابي وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې ورته ستونزې د دې لامل شوي چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لړۍ د تېر په پرتله چټکه شي.

ده وویل، اوسمهال د IOM نړيواله اداره هم له هغو راستنېدونکو کډوالو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کوي چې په پاکستان کې له راجسټر کېدو پاتې شوي او هېواد ته په راتلو مجبور شوي دي.

دغې ادارې له تېرو څلو کلونو راهیسې له زرګونو ورته کډوالو سره مرستې کړي دي.

خو دی وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې او ای او ایم پرته دولت نه دی توانېدلی له دوی سره لازمې مرستې وکړي.

هغه په کندهار کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د نیمګړو چارو یادونه وکړه چې له امله یې په تېره یوه نیمه لسیزه کې ان یوه کډوال ته هم د استوګنې ځمکه نه ده ورکړل شوې.

دى وايي، په پنجوايي ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره وار له مخه ۱۲ سوه جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې اوس په کې د خدماتو چمتو کولو چارې روانې دي.

د ده په وينا، څو مياشتې مخکې د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي کندهار ته راغلى و او په پنجوايي ولسوالۍ کې يې د کډوالو د ښارګوټي د نمرو د خط اندازۍ او استوګنې ته د چمتووالي چارې پرانيستلې.

نوابي زياتوي، په دغه ښارګوټي کې به د پاکو اوبو، سړکونو او برېښنا د اسانتياوو له برابرولو وروسته د ولايتي ادارې د مسوولينو په مشرۍ د يوه ځانګړي کمېسيون له خوا پر کډوالو د استوګنې نمرې ووېشل شي.

خو ده يادونه وکړه چې د بوديجې د نشتوالي له امله د دغه ښارګوټي خدماتي چارې ډېرې ورو روانې دي.

هغه وويل، د خدماتي چارو له بشپړېدو وروسته به په لومړي ګام کې ١٦ سوه مستحقو کډوالو ته يوه- يوه نومره ځمکه ورکړل شي.

خو نوموړى دا هم وايي چې يوازې همدا يو ښارګوټى کډوالو ته بسنه نه کوي، بلکې شاوخوا د استوګنې ٢٠ زره نورو نومرو ته هم اړتيا ده چې په ژيړۍ، دامان او سپين بولدک کې ځمکې ورته ځانګړې شوې خو د خدماتو برابرولو چارې يې نه دي پيل شوي.

د کډوالو چارو رييس له اړوند وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د بوديجې ستونزه حل کړي او د اوسني ښارګوټي تر څنګ په نورو کې هم خدماتي چارې پيل کړي، څو پر ټولو کډوالو ځمکې ووېشل شي او په دې توګه هغوى خپل ژوند جوړ کړي.

د دې تر څنګ په وروستيو مياشتو کې د جګړو او نا امنيو له امله د کندهار د ځینو ولسوالیو تر څنګ له هلمند، اروزګان، زابل او فراه څخه هم زرګونه کډوالې کورنۍ کندهار ښار ته راغلي دي.

د کډوالو چارو رييس وايي، له يادو شوو ولايتونو څخه تر دې مهاله ۱۸۰۰۰ کورنۍ کندهار ښار ته راغلي چې د بېلابېلو مرستنيدويه ادارو له خوا د دغو بې ځايه شوو کډوالو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.

بلخوا راستانه شوي کډوال د سرپناه له نشتوالي او بې روزګارۍ کړېږي او وايي، يوازې د کډوالو نړيوال سازمان UNHCR ورسره مالي مرسته کړې او دولت هيڅ راز مرسته نه ده ورسره کړې.

د محمد شفیق په نوم يو کډوال د خپلې کورنۍ له اوو غړو سره تازه د پاکستان د بلوچستان ايالت له کويټې ښار څخه کندهار ته راستون شوى او دا مهال د ښار اړوند د نهمې ناحيې په يوه کرايي کور کې اوسېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دوې مياشتې مخکې مې له ٢٥ کاله کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته د راتلو تصميم ونيو، دلته په راتلو راسره يو اين ايچ سي ار مالي مرسته وکړه، خو دولت هيڅ هم راسره و نه کړه.))

د ده په خبره، هيله يې دا وه چې وطن ته په راتلو به حکومت د استوګنې لپاره يوه نمره ځمکه ورکوي، خو دا کار نه دی شوی.

د ده په خبره، څو ځلې يې په کندهار ښار کې د کډوالو رياست ته مراجعه وکړه، هغوى يوازې د ده نوم ثبت کړ او د ځمکې د ورکړې نامعلومه ژمنه يې ورکړه.

دغه کډوال له حکومت څخه وغوښتل چې د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه او وزګارغم وخوري.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement