د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ایران کې زلزلې ٤٠٠ کسان مړه او ٧ زره نور ټپیان کړي

په ایران کې زلزلې ٤٠٠ کسان مړه او ٧ زره نور ټپیان کړي

Nov 13, 2017 - 17:51

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): په ايران کې د زلزلې له امله ٤٠٠ کسان مړه او نږدې اوه زره کسان ټپيان شوي دي.

ايراني رسنيو خبر ورکړى، دا زلزله چې د ريختر ٧،٣ درجه وه، تېره شپه د عراق او ايران پر ګډه پوله شوې، خو د ايران ډېرې برخې يې ځپلې دي.

سرچينو ويلي چې د زلزلې له امله د کرمانشاه په نامه د ايران لوېديځه سيمه ډېره ځپل شوې ده او هلته درې ورځې ملي ماتم اعلان شوى دى.

راپورونه وايي چې د زلزلې له امله تر اوسه تر ٤٠٠  زيات کسان مړه او تر ٧٠٠٠  زيات ټپيان شوي دي.

ايراني چارواکو ويلي چې خلکو ته د درانه مالي زيانونو اوښتو تر څنګ زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

بلخوا د عراق حکومت هم ويلي چې د دوى شمال ختيځه سيمه د زلزلې له امله ځپل شوې چې تر اوسه ورته د شپږو کسانو د مړينې او تر ٥٠ زيات ټپيانو خبر ورکړل شوى دى.

دا زلزله په ګاونډيو نورو هېوادونو سعودي عربستان، اردن ، کويټ او سوريه کې هم محسوس شوې ده.

د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

د هغه د دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دى د افغانستان د حکومت په استازيتوب  د ايران له حکومت او خلکو سره په دې غم کې ځان شريک بولي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement