د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د جګړو له امله ۲۵۰۰ نورې کورنۍ کډوالې شوې

ننګرهار کې د جګړو له امله ۲۵۰۰ نورې کورنۍ کډوالې شوې

Nov 27, 2017 - 16:41

جلال اباد (پژواک، ۶ لیندۍ ۹۶): د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې تازه ۲۵۰۰ نورې کورنۍ هم د جګړو له امله بې ځايه شوې دي.

په دې ولسوالۍ کې له تېرو دوو مياشتو راهیسې د داعش او طالب وسله والو تر منځ خپلمنځي نښتې پيل شوې چې له امله يې ډېر زيان ځايي اوسېدونکو ته اوښتی دی.

پخوا هم له دغو جګړو زرګونه کورنۍ بېځايه شوې وې چې تر ډېره يې مرستو ته اړتيا درلوده، خو تر دې مهاله ورسره مرسته نه ده شوې.

د خوږیاڼو ولسوالۍ له ځینو سیمو بېځایه شوي ولسي خلک وایي، داعش وسله والو یې کورونه سوځول او مالونه یې لوټل؛ ځکه له سیمې وتښتېدل.

خو له تېرو درېیو ورځو راهیسې د دغو دواړو ډلو تر منځ جګړې سخت زور اخیستی.

سیمه ییز چارواکي وایي، داعش وسله والې ډلې تازه نورې سیمې هم له طالب وسله والو نیولې؛ ځکه د خلکو د بېځایه کېدو بهیر هم تیز شوی.

د خوږیاڼو د وزیرو تنګي یو اوسېدونکی کارخېل وايي، پر سيمه یې د داعش تر بريد وروسته وسله وال تللي؛ نو ځکه خو خلکو له اړې ورځې او د جګړې له وېرې کورونه پرېيښي دي.

هغه د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د سر خطر دې ته اړ کړی چې کور پرېږدي، خو معلومه نه ده چې راتلونکی به يې څنګه وي.

د دې ولسوالۍ د کامبو سیمې یو اوسېدونکی بوړ بنګ وايي، جګړې ډېر زور اخيستی و، کورونه، مالونه او خپله دوی د مرميو له اوره بچ نه پاتې کېدل، نو ځکه يې ځانونه خوندي سيمو ته را ایستلي دي.

د هغه په وينا، ډېرو خو يوازې خپل سرونه او اولادونه د جګړې له سيمې بهر کړي او اوس په شاړو ډاګونو کې د ستونزو ډکې شېبې تېروي.

په بېځایه شوو کې یو شمېر یې له ځان سره زړې خېمې لري چې ځان پرې د ژمي له سړې هوا وساتي، خو یو شمېر هغه یې چې په نیمه شپه له سیمې راووتې دا زړې خېمې هم نه لري او تر شنه اسمان لاندې د ژمي یخې شپې سبا کوي.

ځايي چارواکي د جګړې د دوام او له امله د خلکو د بې ځايه کېدو راپورونه تاييدوي خو وسله والو ته د اوښتو تلفاتو په تړاو کره معلومات نه لري.

د خوږياڼو ولسوالۍ مرستيال محمد ايوب بهار وایي، داعش وسله والو ډېری سیمې له طالب وسله والو نیولې او د ګڼو سیمو خلک یې تېښته ته اړ کړې دي.

هغه پژواک ته وويل، د جګړو له ويرې د دې ولسوالۍ له لسو لويو او وړو کليو ۲۵۰۰ کورنۍ تازه راکډه شوې دي.

بهار زياته کړه: ((په تېرو څو ورځو کې له پيره خېلو، خوازه خېلو، بهر بهار، سُرمۍ، بتين کرګۍ، سندلي، حاجيانو کلي، مالم خېل او خېرمېنې څخه د دوه دوه نيم زره په شاوخوا کې کورنۍ را کډه شوې دي او خوندي ځايونو ته يې ځان رسولی دی.))

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل که له يوې خوا د جګړې له امله د ګڼو خلکو زيانمېدو خبره کوي، له بلې خوا بې ځايه شوو ته د مرستو بهير پيلېدو او د جګړې د مهار لپاره د نظامي اقدام يادونه هم کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې کورنۍ راکډه شوې، خو د بېړنيو حالاتو کمېټې ته سپارښتنه شوې چې د يادو کډوالو سروې وکړي او ورسره مرستې ترسره کړي چې اوس دغه لړۍ دوام لري.

د نوموړي په وينا، د يادې جګړې پر وړاندې نظامي عمليات هم شوي دي.

خوږیاڼو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې حالات ترینګلي شوي چې یوازې له وزیرو تنګي څخه په سلګونو کورنیو نورو خوندي سیمو ته کډه کړې .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement